د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آ یت الله العظمی سید علی خامنه اي نن ماسپښین د زړونو د سردار شیهد جنرال قاسم سلیماني له کورنۍ په کتنې کې دشهید سلیماني د خصوصیاتو ،یاد او د نامې لازیاته پراختیا ، د دغه شهید د اخلاص له امله وبلله او ټينګار ئې وکړ،ددغه شهید بزرګوار ترټولو مهم خدمت او رول په سیمې کې د مقاومت د جبهې احیاء ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کې چې د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې په درشل کې شوي ،په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې کابو درې میاشتنی مقاومت د مقاومت د جبهې د شتون به علت دی،ووئيل؛شهید سلیماني د مقاومت د جبهې د احیاء لپاره ډيره هڅه وکړه او دا کار ئې به هماغه اخلاثو تدبیر او عقل او اخلاقو سره برمخ بوتلو.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ايد سپاه د قدس ځواک دقوماندان سردار اسماعیل قاآني د هڅو په قدرونې او ستاینې سره ووئيل،بایدد مقاومت د جبهې د بیاوړتیا خط هماغه شان دوام ومومي.
په دغې کتنې کې چې د اسلامی انقلاب د سپاه پا سدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي او دقدس ځواک قوماندان هم شتون درلود،میرمن زینب سلیماني د ترسره شوو هنری او کلتوري اقداماتو او هم ځوان نسل ته د شهید سلیماني دخصلتونو او ،روحیاتو او کړچار دمنتقلولو لپاره دترسره کیدونکو اقداماتو په باب لنډ شان راپور هم وړاندې کړ.